د ترکمنستان ولسمشر د ګازو يوه نلليکه پرانيسته

د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بیردي محمدوف چین ته د څلورورځني سفر په لړ کې نن د ګازو د پایپلاین د هغې پروژې د پرانستلو په مراسموکې ګډون کوي چې د دې هیواد ګاز چین ته لیږدوي.

دا (اته زره اووه سوه) کیلومتره اوږد پایپ لاین به، چې په تیر جون کې یې کارپیل شوی، د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې پیاوړي کړي.

چین او ترکمنستان پرون یوه موافقه لاسلیک کړه چې پر اساس یې چین ته د ترکمنستان د ګازو په صادراتو کې د کال ۲۵ ملیارډ مترمکعبه زیاتوالی راځي.

په دې توګه به ترکمنستان په کال کې تر۶۵ ملیارډ مترمکعبه ګاز چین ته صادروي چې دا د چین د ګازو د اړتیا نیمایي برخه ده.

چین ته د ترکمنستان د ګازو په صادراتو کې د زیاتوالي موافقه یوه له هغو څوارلسو موافقو څخه ده چې د ترکمنستان د ولسمشر بیردي محمداوف او د چین د ولسمشر هوجین تاو له خبرو وروسته لاسلیک شوې ده.