ايران له خپلې خاورې د بريتانيا سفير باسي

د ایران د پارلمان وکیلانو نن په یوه بیړنۍ لایحه کې د دې هیواد د بهرنیو چارو له وزارت څخه په تهران کې د بریتانیا د سفیر د ایستلو غوښتنه وکړه .

دا وروسته له هغه چې بریتانیا د ایران د اټومي پروګرام پرضد نوي بندیزونه اعلان کړل.

دغه لایحه به له غور کولو وروسته د یکشنبې په ورځ د علني رایو لپاره پارلمان ته وړاندې شي .

که لایحه تصویب شي نو د بریتانیا او ایران تر منځ به سفارتي اړیکې د ( چارد افیړز ) سطحې ته راټيټې شي .

روانه اوونۍ بریتانیا اعلان وکړ چې د ایران د اټومي پروګرام له کبله پر دغه هیواد د زیات فشار راوړلو په خاطر د ایران له ټلو بانکونو سره معاملې بندوي .