د امريکا لپاره د پاکستان سفير استعفى وکړه

په امریکا کې د پاکستان سفیر ( حسین حقاني ) له خپلې دندې څخه استعفا وکړه .

ویل کیږي د پاکستان ملکي حکومت له واشنګټن څخه د خپلې اردو د مهار کولو لپاره د مرستې غوښتنه کړې وه او د دې هیواد سفیر هم په دغه غوښتنه کې دخیل و .

د پاکستان د صدارت یوه ویاند ویلي دي چې له ښاغلی حسین حقاني څخه د
استعفا غوښتنه شوې ده ، او د دغي ادعا د سپینېدو لپاره تحقیقات روان دي
په دې اړه د فایننشل ټایمز د یوه جنجال اچوونکي راپور تر خپریدو وروسته حسین حقاني اسلام آباد ته غوښتل شوی دی.

د فایننشل ټایمز په دغه راپور کي راغلي دي چي یو پاکستاني دیپلومات د خپل جمهور رئیس یو مکتوب د امریکا د پوځ پخواني لوی درستیز ادمیرال مایک مولن ته ښکاره کړی دی .

په دغه مکتوب کي د پاکستان جمهور ئیس له امریکایي مقاماتو څخه د دې هیواد د قوي اردو په مهارولو کي ورسره مرسته وکړي .