يو تن د ولسمشر اوباما د وژنې په هڅه تورن شو

امريکايي چارواکو يو تن ٢١ کلن ځوان وروسته تر هغه د ولسمشر بارک اوباما د وژنې په هڅه تورن کړ، چې د سپينې ماڼۍ پر ودانۍ يې ډزې وکړې.

اوسکار ورتيګا هرنانديز نن د پنسلوانيا د پيټزبرګ په يوه محکمه کې راڅرګند شو او پر هغه لګېدلي تورونه ورواورول شول، د جرمونو د ثابتېدو په صورت کې ښايي لږ تر لږه په عمري بند محکوم شي.

يوه عيني شاهد چې هرنانديز له نژدې پېژني ويلي، ده غوښتل د امريکا ولسمشر بارک اوباما ته زيان ورسوي، ده هرنانديز ”شيطان او د مسيح ضد“ وباله.

تورن ورتيګا هرنانديز د نومبر د ١١مې په پېښه کې ټولې ګولۍ د سپينې ماڼۍ له ودانۍ بهر ولګېدې خو يوې ګولۍ د ګولۍ ضد يوه هنداره لږه ماته کړه. د دې پېښې پر مهال ولسمشر اوباما او کورنۍ يې په واشنګټن کې نه وه.