م. م ايران ته يو پلاوى لېږي

د ملګروملتو د اتومي انرژۍ د نړیوالې ادارې رييس نن وویل، دی غواړي چې ایران ته یو جګپوړی پلاوی واستوي چې د ایران د اتومي پروګرام په اړه د دې نړیوالې ادارې پر وروستي راپور خبرې وکړي.

د اتومي انرژۍ د نړیوالې ادارې رييس یوکیا امانو وویل، هیله لري چې دا سفر به د ملګروملتو د اتومي انرژۍ د نړیوالې ادارې په راپور کې مطرح شوې مسله روښانه کړي.

ده دا هم وویل چې مخکې یې ایراني چارواکو ته په استولي لیک کې د خپل پلاوي د سفر وړاندیز کړی و.

ښاغلي امانو دا څرګندونې د اتومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د رييسه هیات د غړیو تر دوه ورځنۍ غونډې لږ مخکې وکړې.

د دوی غونډه به نن ناوخته په ویانا کې پیل شي.

د اتومي انرژۍ نړیوالې ادارې تېره اوونۍ په خپل راپور کې باوري شواهد وړاندې کړي و چې ایران د اتومي وسلې د جوړولو تکنالوژۍ ته انکشاف ورکړی دی.

ایران دا راپور سمدستي رد کړ او هغه یې بې اساسه وباله.