سوريه:تښتېدلو سرتېرو پر يوه استخباراتي مرکز بريد وکړ

د سوریې فعالان وایي، له پوځ څخه تښتیدلو ځواکونو دمشق ته نږدي د هوایي ځواک په یوه استخباراتي مرکز حمله کړیده.

د تیرې شپې په دي حملې کي د حرثتا سیمې کي د هوایي ځواک د استخباراتو وداني بیخي ویجاړه شویده.

د سوریې د هوایي ځواک استخبارات د دولت تر ټولو بېرحمه اداره ده چي د بشار الاسد پر ضد یي د مظاهره کوونکو په ټکولو کي ونډه اخیستې ده.

د عربي اتحاد ټولنې نن د مراکش په مرکز رباط کي غونډه وکړه او پدي ټولنې کي د سوریې د غړیتوب د تعلیق د پریکړې په اجرا او عملي کولو یې بحث وکړ.

عربي اتحاد څلور ورځې وړاندي وروسته له هغې د سوریې غړیتوب تعلیق کړ چي د دمشق رژیم، د شخړو او مظاهره کوونکو د ټکولو د بندولو لپاره ددغه اتحاد پلان عملی نکړ.

عربي اتحاد د وینو توئیدو د مخنیوي په مقصد، د جمهور رئیس بشار الاسد د استعفی او بهرنۍ پوځي مداخلې غږ ونکړ.