روسيه: زيات تاجک کارګر په ايډز اخته دي

روسي چارواکي وايي د تاجکستان پر مهاجرو کارګرو د کار موقت بندیز ممکن د روغتیايي عواملو له کبله وي.

د روسیې د حفظ الصحیې لوی مفتش ګینادي اونیشچینکو پرون وویل، په وروستیو کې څرګنده شوې چې د تاجکستان ډېر مهاجر کاګر په ایچ آی وي یا د ایډز د ناروغۍ په ویروسو او همداراز نري رنځ اخته دي.

ده ونه ویل چې څرنګه یې مالومه کړه چې تاجکان په نري رنځ او د ایډز په ویروسو ککړ شوي دي.

ده وویل چې د دې ستونزې د حل ممکنه لار دا ده چې د تاجکستان د مهاجرو کارګرو پر کار تر هغو بندیز وي چې په تاجکستان کې روغتیا ته پاملرنه زیاته شي.

ده دا هم وویل چې تېر کال یې له روسیې څخه ۱۸۸ تاجک کارګر د روغتیايي ستونزو له کبله وایستل.

په همدې حال کې د تاجکستان د کډوالو د فدرالي ادارې مشر کنستانتین رومودانوفیسکي وویل چې ټولټال ۲۹۷ تاجک اتباع به ژر له روسیې څخه د دغه هیواد د قوانینو د سرغړونې په خاطر وایستل شي.