اوباما د نړيوالې سوداګرۍ سازمان کې د روسيې د ګډون هرکلى وکړ

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما د نړیوالې سوداګرۍ په سازمان کې د روسیې د شاملیدو لپاره پر وروستیو شرایطو د موافقې هرکلی کړی او دا یې د روسیې او امریکا په اړیکو کې یو مهم ګام بللی دی .

ولسمشر اوباما پرون په یوه بیان کې وویل، د نړیوالې سوداګرۍ په سازمان کې د روسیې غړیتوب چې ټاکل شوې د ډسمبر د میاشتې له پنځلسمې څخه تر اوولسمې نیټې پورې په ژنیو کې د دې سازمان د مشرانو په غونډه کې بشپړ شي، دننه د کار ساحه پراخه کړه او مسکو د یو شمیر هغو مقرراتو او اصولو منلو ته پابندوي چې د دې سازمان په سیستم کې شته .

روسیې په ۱۹۹۳ کال کې دې سازمان ته د داخلېدو لپاره اقدام وکړ خو په ۲۰۰۸ کال کې د جنوبي اوسيتیا پر سر له ګورجستان سره د روسیې جګړه او نور بحرانونه د دې سبب شول چې دا پروسه وځنډېږي.

په دې برخه کې تیره اوونۍ وروسته له هغې پرمختګ وشو چې روسیې ومنله چې د سوداګرۍ نړیوال څارونکي به له ګورجستان څخه پر جلا شویو سمیو جنوبي اوستیا او ابخازیا څارنه کوي .