يو امريکايي عسکر په ابدي بند محکوم شو

يو امريکايي عسکر د درېيو ملکي افغانانو وژنې ته د نورو سرتېرو د هڅونې له کبله محکوم شو.

کالوين ګيبس پرون د وژنې او دسيسه جوړونې په جرم په امريکا کې په ابدي بند محکوم شو.

دى په پنځو سرتېرو کې تر ټولو عالي رتبه عسکر دى چې په کندهار کې تېر ميلادي کال د ملکي افغانانو په وژنې تورن وپېژندل شو.

٢٦ کلن ګيبس اقرار کړى چې د يوه مړي ګوتې يې پرې کړي او غاښونه يې ايستلي چې د جګړې د غنيمت په توګه يې له ځان سره وساتي.

دا يې هم ويلي چې د دوو نورو افغانانو په وژنه کې لاس نه لري او پر درېيم کس يې يوازې ډزې کړې دي.

درېيو نورو سرتېرو پر خپل جرم اعتراف کړى او دوو نورو د ګيبس په وړاندې شاهدي ورکړې او دى يې د جګړې په ميدان کې يو خونړى رهبر بللى دى.