يونان: د نوي صدراعظم لپاره بيا خبرې وشوې

د یونان سیاسي مشرانو نن، په داسي حال کې چې دا هیواد په خطرناک ډول دېوالیه توب ته نژدې کېږي، د نوي صدراعظم د نومولو لپاره څلورم پړاو خبرې پیل کړې.

د نن ورځې په خبرو کې د اروپا د مرکزي بانک پخوانی مرستیال رييس لوکاس پاپادیموس هم برخه لري چې ګومان کېږي د ملي وحدت د حکومت مشري به وکړي.

د ولسمشر کارلوس پاپولیس په منځګړتوب د چهارشنبې د ورځې خبرو وروسته له دې ناکامې شوې چې یو ګوند له خبرو ووت.

له کاره ګوښه کېدونکي صدراعظم جورج پاپندریو ژمنه کړې چې که په نوي حکومت جوړجواړی وشي نو حاضر دی چې استعفا وکړي.