د افغانستان په ګڼو شمالي ولایتونو کې واوره ورېدلې ده. د واورې له اوریدو سره په یوه وخت یو شمیر خلکو شکایت کړی دی چې مرستې نه دې ورسره شوې.
دا سیمې تر ډیره په روان کال کې د وچکالۍ شاهدانې هم وې، چې حکومت یی اړ کړ، چې له زیانمنو شویو خلکو سره د خوراکي موادو مرستې وکړي.
له پیښو سره د مبارزې د کمیټې مرستیال محمد اسلم سیاس وایی، چې دوی په خپل وخت مرستې رسولې دي او په ځینو سیمو کې د د دغو مرستو ویش لا هم روان دى.
بل لور ته په سالنګونو کې د واورو د وریدو له امله د سیمه ییزو چارواکو په وینا په تګ راتګ کې خلکو ته ستونزې پیدا شوې دي.