د بوکس د درانه وزن پخوانی اتل جیو فرېزر د اووه شپیته کلونو په عمر ومړ. فرېزر لومړی کس و چې د بوکس نامتو قهرمان محمد علي ته یې ماتې ورکړې وه.
د فرېزر د مړینې خبر د دوشنبې په ورځ د هغه کورنۍ اعلان کړ. دا اعلان یوه ورځ وروسته تر دې وشو چې د امریکا په شمالي ختیځ ښار فلادلفیا کې په روغتون کې د فرېزر د ناروغۍ خبر خپور شو چې د ځیګر په سرطان اخته دی.
فرېزر لومړنی سوکوهونکی و چې په نولس سوه یو اویایم کال کې یې محمد علي ته ماتې ورکړه، دا مسابقه د پیړۍ د مسابقې په نوم وپیژندل شوه. بیا د اویایمو کلونو په ترڅ کې محمد علي دوه ځله فرېزر ته ماتې ورکړه.