يونان: د نوي صدراعظم پر سر موافقه وشوه

د یونان دوو لویو سیاسي ګوندونو د یوه موقت صدراعظم پر سر موافقه وکړه چې د دغه بحران ځپلي هیواد چارې په لاس کې واخلي او هغه له دېوالیه توبه وژغوري.

د یونان دولتي تلویزیون پرون ناوخته وویل چې نوی صدراعظم به د کابینې له نورو غړیو سره نن/ سې شنبې/ د اوسني صدراعظم جورج پاپندریو او د اصلي اپوزیسیون د مشر انتونیس ساماراس ترمنځ د خبرو په نتیجه کې ونومول شي.

دا پرمختګ یوه ورځ وروسته تر دې کېږي چې واکمن سوسیالیست ګوند او محافظه کارانو د اروپا د مرکزي بانک له پخواني مرستیال رييس سره کوټلې خبرې وکړې.