”له طالبانو سره د سولې احتمال شته“

په کابل کې د ناټو لوړ رتبه ملکي استازي ویلي دوى نه پوهېږي چې ایا تر ۲۰۱۴م کال پورې به کله چې نړیوالو ځواکونه له افغانستان ووځي، د افغان دولت وسله وال مخالفان سولې ته چمتو شي او کنه.

سایمون ګاس د افغانستان په اړه د استنبول له کانفرانس وروسته رویترز خبري اژانس ته ویلي ښايي له ۲۰۱۴م کال وروسته د افغان حکومت لپاره اسانه وي چې له وسله والو سره د سولې خبرې وکړي.

د نوموړي په وینا وسله وال غواړي چې نړیوال ځواکونه له افغانستان څخه وباسي او کیدۍ شي له ۲۰۱۴م کال وروسته همدې ته په کتنه وسله وال له حکومت سره د سولې لپاره لېوالتیا وښي.

رویترز خبري اژانس ليکي:

کله چې په ۱۹۸۹م کال کې د پخواني شوروي اتحاد ځواکونه له افغانستان څخه ووتل نو په کابل کې يې داسې یو حکومت تر شا پریښود چې خپل وسله وال مخالفان يې په کمزوري او دفاعي حالت کې وساتل اویوازې د پیسو د کمښت له امله له منځه لاړ.

د رویترز اژانس په وینا ورته سناریو بیا د تکراریدو په حال کې ده خو دا ځل لویدیځ هیوادونه هیله من دي چې افغان حکومت به له مالي پلوه کمزورى نه شي.

کتونکي وايي تر ۲۰۱۴م کال پورې چې امریکا او نور هیوادونه له افغانستان څخه د خپلو محاربوي ځواکونو د ویستلو پلان لري د افغان دولت او طالبانو تر منځ د سولې ډېر کم امکان موجود دی .

په کابل کې د ناټو ملکي استازى وايي موږ د افغانستان پر راتلونکې باندې قمار نه شو وهلی اود همدې لپاره د دې هیواد په اړه نړیواله ستراتیژي دا ده چې له وسله والو سره د افغان دولت د سولې له پروسې ملاتړ کېږي او په عین حال کې بیا افغان امنیتي ځواکونه هم روزل او تجهیز کیږي.

سره له دې چې د افغانستان د سولې د عالي شورا د مشر برهان الدین رباني له وژل کیدو وروسته چې کابل وايي په پاکستان کې میشتو وسله والو يې وژنه پلان کړې وه، افغان حکومت سخته غوسه څرګنده کړې خو د ولسمشر حامد کرزي د ملي امنیت سلا کار رنګین دادفر سپنتا رویترز اژانس ته ویلي موږ چمتو یو چې له هر هغه افغان وګړي سره، که نر وي او که ښځه وغږیږو چې د افغانستان د سولې او ثبات په اړه خبرو ته اماده وي .

رویترز اژانس وايي له وسله والو سره د سولې لپاره د څو کلونو تماسونو هیڅ نتیجه ورنه کړه او د برهان الدین رباني وژل کیدو ولسمشر کرزى دې ته وهڅاوه چې ووايي دا به غوره وي چې د سولې خبري په مستقیمه توګه له پاکستان سره چیرته چې د طالبانو مشرتابه دی، دا ډول خبرې وشي.

خو په استنبول کې د افغان او پاکستاني مشرانو له څو غونډو وروسته تمه کیږي چې دواړه هیوادونه به هڅه وکړي له طالبانو سره د روغې مسئله په خپلو کې د خبرو اصلي موضوع وګرځوي.

بل لوري ته څېړونکي الکس سترایک لینخوتین وايي په دې اړه مهمه پوښتنه دا ده چې طالبان به په راتلونکې کې څه وکړي؟ د طالبانوستونزه د هغوي خپلمنځي اختلافات دي.

د نوموړي په وینا یوازې دا نه ده چې د طالبانو تر منځ اختلافات دي بلکې د طالبانو د نظامي او سیاسي څانګو تر منځ هم درز موجود دی.

رویترز خبري اژانس د لینخوتین په حواله وايي د طالبانو سیاسي څانګه چې سوله غوره ګڼي، زیات واک نه لري او د هغوى پوځی څانګې د سولې لپاره د هر ډول رسمي هڅو بهیر ځنډولی دی.

د نوموړي په وینا د طالبانو پوځی څانګې د خبرواترو مخالفت کړی او په دې باور ده چې قومانده او کنټرول اوس هم د هغوى په لاس کې دی او هغوى دا جګړه ګټلی شي.

خو رویترز خبري اژانس بیا د ډیپلوماټانو په حواله وايي که څه هم دا ممکنه نه ښکاري خو بیا هم تر ۲۰۱۴م کال پورې له طالبانو د سولې احتمال په بشپړه توګه نه شي ردیدلی.