تهران م. م ته شکايت ليک لېږلى

د ایران د بهرنیو چارو وزیر علي اکبر صالحي نن وویل، تهران ملګرو ملتونو ته یو لیک استولی او د امریکا د متحده ایالاتو د هغو تورونو په اړه یي شکایت کړی چی وایي، په واشنګټن کي د سعودي عربستان د سفیر د وژلو په دسیسې کي د ایران لاس و.

صالحی زیاته کړه، د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکیمون ته پدغه لیک کي ویل شوي چي دا تورونه د ایران د بدنامه کولو لپاره د امریکا د څو اړخیزې ستراتیژۍ یوه برخه ده.

د ایران دولتې تلویزیون (پرس) نن وویل، کوم کس چي امریکایي څارنوالانو ددغې دسیسې په اړه د ایران د پوځ یو غړی معرفي کړی، هغه په حقیقت کي د تبعید شوې سازمان مجاهدین خلق غړی دی .