ښايي نن په سوريه کې بيا مظاهرې وشي

تمه کېږي چې نن په سوريه کې د جمعې تر لمانځه وروسته پراخې مظاهرې وشي، دا له عربي ټولنې يا عرب ليګ سره د حکومت د هغې موافقې لپاره ازمېښت ګڼل کېږي له مخې به يې سوريه پر مظاهره چيانو ډزې بندوي او خبرې به ورسره پيلوي.

راپورونه وايي پرون په حمص ښار کې په لسګونو ملکيان يوه ورځ وروسته تر دې ووژل شول، چې سوريې له عرب ليګ سره موافقه وکړه چې له ښارونو څخه به خپل پوځ باسي، سياسي بنديان به ازادوي او له سياسي مشرانو سره به خبرې کوي.

په سوريه کې پر مظاهره چيانو د اوو مياشتو د فشارونو په نتيجه کې تر ٣٠٠٠ زيات کسان وژل شوي دي، دغه مظاهره کوونکي د اصلاحاتو او د ولسمشر بشارالاسد د استعفى غوښتنه لري.

بل لوري ته امريکا وايي داسې اسناد او شواهد نه ښکاري چې سوريه دې له عرب ليګ سره کړې کړې موافقه عملي کړي.