د سوریې د بشري حقونو فعالان وایي، په حمص ښار کي له پوځ څخه د تښتیدلو پوځيانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتو کي لږ ترلږه ۱۷ عسکر وژل شوي دي.
د سوریې د بشري حقونو څارونکې ډله چي مرکز یي په لندن کي دی، وایي: دا ۱۷ تنه عسکر هغه مهال ووژل شول چي د جمعي په ورځ ناوخته وسله والو کسانوچي ګمان کیږي له پوځ څخه تښتیدلې پوځيان وو، په یو شمېر امنیتي پوستو یي حملې وکړې.
د بشري حقونو د څارنې ډله دغه راز وایي، تېره شپه د حمص ولایت د باب الصبا ولسوالۍ د نښتو په جریان کي د پوځ یو افسر او څو تنه سرتېري یاغیانو ته واوښتل.
له بلي خوا، د عربي هیوادونو وزیرانو د سوریې جمهور رئیس بشار الاسد ته پیغام استولی او له هغه څخه یي غوښتي چې له اوو میاشتو راهیسې په سوریې کې د ملکیانو پرضد شخړې دي ختمې کړې.
د عربي ټولنې وزیرانو د سوریې د شخړو په اړه وویل، دوي د سوریې حکومت ته عاجل پیغام استولی او پدغه هیواد کي یې د ملکیانو پر وژنو خپل سخت اعتراض څرګند کړی دی.
دې کمیټې ویلې، هیله لري چې د سوریې حکومت به د ملکیانو د ساتنې لپاره هڅې وکړي.
ټاکل شوې چې د عربي هیوادو وزیران سبا د قطر په مرکز دوحه کې د سوریې له چارواکو سره غونډه وکړي.