د نړۍ مشرانو نن ژمنه وکړه چي د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي به له منځه وړي.
د آسترالیا صدراعظمې جولیا ګیلارد چي په پرت ښار کي د کامنولیټ یا ګډو ګټو حکومتونو د غونډې کوربنه ده ، وایي، آسترالیا به په راتلونکو څلورو کلونو کي د پولیو پر ضد مجادلې کي دري پنځوس نیم میلیارده ډالر ولګوي.
د کاناډا صدراعظم سټیفن هارپر وویل، هیواد به یي د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ د څار او واکسین په برخو کي نورې مرستې هم وکړي خو د پیسو اندازه یي په ګوته نه کړه. د مایکروسافټ خاوند او خیرخواه انسان بیل ګیتس د نورو ۴۰ میلونو ډالرو د مرستې ژمنه وکړه.
د انګلستان صدراعظم ډیویډ کامرون چی هیواد یي د تیری جنورۍ میاشت کي د پولیو پرضد د مجادلې لپاره د ۶۴ اعشاریه ۵ میلونو ډالرو ژمنه کړې وه ، د غونډې برخه والو ته یي وویل، داسی بریښي چی نړیوال ددغې ناروغۍ د له منځه وړلو اراده لري.
د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ناروغې د کامنولټ یا ګډو ګټو ۵۴ هیوادونو کي یوه ستره ستونزه ده او ددغه سازمان په دریو مهمو هیوادونوهند، نایجریا او پاکستان کي یي پیښې ډېرې زیاتې دي. افغانستان په نړۍ کي څلورم هیواد دی چي دا ناروغي پکي تر اوسه له منځه نده تللي.