د امنيتي مسووليتونو د انتقال پر دويم پړاو خبرې وشوې

د افغانستان او ناټو د انتقال ګډ بورډ نن په کابل کې د هغو سیمو په اړه بحث پیل کړ چې ټاکل شوې د امنیتي مسؤلیتونو د انتقال په دويم پړاو کې شامل شي.

پدې غونډې کې په افغانستان کې د ناټو او امریکایی ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان الن هم برخه اخیستي ده.

د امنیتي مسؤلیتونو د انتقال د کمسیون مشر ډاکټر اشرف غني احمدزي د غونډې په پیل کې خبریالانو ته وویل، دوي به د یکشنبې په ورځ جمهور رئیس حامد کرزي ته خپل وروستي وړاندیزنه او سپارښتنې وسپاري.

د امنیتي مسئولیتونو د انتقال لومړی پړاو د روان کال د چنګاښ په وروستیو کې د هیواد په اوو ولایتونو او ښارونو کې پلې شوې و.