د ناټو په مشرۍ ايساف ځواکونه وايي چې د دوى د لومړنيو راپورونو له مخې د کابل په ننني بريد کې د دوى ١٣ سرتېري وژل شوي دي.
دا حمله نن له غرمې مخکې د دارالامان په واټ د بهرنیو ځواکونو د موټرو په یو کاروان وشوه.
ايساف ځواکونو د تل په څېر د خپلو عسکرو د هويت په باب معلومات نه دي خپاره کړي، خو اسوشېټېډ پرېس اژانس د امريکايي چارواکو له قوله ويلي، چې ١٣ واړه امريکايان دي.
ايساف ځواکونه دغه راز وايي چې بل عسکر يې نن د افغانستان په جنوب کې د خپلو ټپونو له کبله ساه ورکړې ده.
د کابل د ننني بريد په باب:
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، چې په کابل کې نن په شوې ځان وژونکې حمله کې څلور تنه وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت په اعلامیې کې راغلي، چې په وژل شویو کې درې ملکي کسان او یو پولیس شامل دي.
دا حمله د یو کرولا موټر په وسیله شوې، وسلوالو طالبانو يې مسووليت ومانه.