په کابل او کونړ کې بریدونو مرګ ژوبله اړولې ده

په کابل کې نن په یوه ځان وژونکې حمله کې یو کس مړ او درې نور ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت یوې سرچینې، چې د نوم د نه اخستلو په شرط یې خبرې کولې دا په ډاګه نه کړه، چې دا مړه او ټپیان څوک دي؟

له بل لوري دا هم نه ده څرګنده، چې دا حمله چې په کې د بهرنیو ځواکونو موټرې په نښه شوی په څه ډول شوی.

د یو بل خبر له مخې نن سهار په لس نیمو بجو د کونړ ولایت په مرکز اسد اباد کې د ملي امنیت په یو دفتر ځآن وژونکې حمله شوې.

د کونړ ځینو امنیتي سرچینو، چې د نوم د نه اخستلو په شرط یې خبرې کولې وویل، چې دا حمله د ملي امنیت په څلورم ماموریت د یوې ښځي له خوا شوې، چې په کې پنځه کسان ټپیان شوي.

په ټپیانو کې د ملي امنیت دوه کارکوونکي او یوه ښځه هم شامله ده، چې روغتیایي حالت یې د اندیښنې وړ بلل شوی.