ناروې افغانستان ته د مرستې پيسې ازادې کړې

ناروي د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دا هیواد په افغانستان کې د بیارغونې هغه پیسې چې نژدې دوه میاشتې دمخه یې بندې کړې وې بیرته ازادوي .

په دې اړه د ناورې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي د دې کال تر پایه به ۳۵ نیم مليونه ایرو افغانستان ته ورکړي .

د ګڼو نورو مرستندويو هیوادونو په شان ناروې هم دا پیسې د دې لپاره بندې کړې وې څو د پیسو نړیوال صندوق د کابل بانک د رسوايۍ د څیړلو پر سر له افغان چارواکو سره یوې موافقې ته ورسیږي.

اوس د ناروي د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې افغان چارواکو په دې برخه کې د دوی له خوا اېښودل شوي شرطونه پوره کړي دي.

خو ناروي ویلي دوی نور شرطونه هم لري چې باید د افغان چارواکو له خوا پوره شي په دې کې د هغو کسانو خلاف د قانوني دوسیو جوړول دي، چې د کابل بانک په درغلیو کې لاس لري او همدارنګه له بانک څخه د ایستل شویو پیسو بیرته راټولول هم شامل دي .