اسرائیلو پرون پنځه ویشت تنه بندیان مصر ته د هغه تړون پر اساس وسپارل چې له مخې یې مصر په جاسوسۍ تورن اسرائیلی چې د امریکا تابعيت هم لري خوشې کړ .
مصر د ایلان ګراپیل په نوم دا اسرائیلى، د پنځه ویشتو هغو بندیانو په بدل کې خوشې کړ چې درې تنه یې تر اتلسو کلونو کم عمرونه لري.
ګراپیل د جون په میاشت کې نیول شوی و ، پر نوموړي تور پورې شوی و چې د اسرائیلو د استخباراتي ادارې موساد جاسوس دی او غواړي په مصر کې شوی انقلاب سبوتاژ کړي .
د اسرائیلو رسنیو ویلي چې ګراپیل نن تلبیب ته ورسېده . اسرائیل له مصر سره د خپل یو بندي تبادله په داسې حال کې کوي چې اوونۍ د مخه یې د خپل یو سرتیري د خوشې کیدو په بدل کې تر زرو زیات فلسطیني بندیان خوشې کړل .