عراق: چاودنو ١٨ کسان ووژل

د عراق پولیس او د رغتونونو سرچیني وايي په بغداد کې پرون دوو بمي چاودونو لږ تر لږه اتلس کسان وژلي او تر دېرشو زیات نور يې ټپیان کړي دي.

راپورونه وايي د لومړۍ چاودنې هدف د بغداد په مرکز کې د پولیسو یوه ګزمه وه او دویمه چاودنه هغه مهال وشوه چې کله د پېښې ځای ته د بېړنیو مرستو او ژغورنې ډلې ورسېدې .

دا چاودنې په داسې حال کې کېږي چې څارونکو ددې کال د پای په څو میاشتو کې ، په دې هیواد کې د تاوتریخوالي د زیاتیدو خبرداری ورکړی دى.