عثماني: د فراه امنيتي وضعيت خراب شوى

په ولسي جرګه کې د فراه دخلکو استازي وایي چې په دې وروستیو کې د فراه امنیتي وضیعت خراب شوی دی.

په ولسي جرګه کې دفراه استازي محمد سرور عثماني وایي چې په فراه کې د غلو او شوکمارانو شمیر زیات شوی او خلکو ته یې جدي ستونزې زیږولي.

دفراه امنیتي وضعه بیخي خرابه ده،او ورځ تربلې لاپسې خرابه کیږي. په یزیر کلا کې غلو په خلکو حمله کړې، او پنځه تنه یې وژلي، د جوین ولسوالۍ چې ترټولو با امنه وه، پرون په کې غله لیدل شوي او خلک له سیمې تښتیدلي دي.

نوموړی وایي بالابلوک ته څیرمه یوه ډله غله بس موټر ته ختلي او د میرمنو له غاړو نه یې د هغوی سره زر په زوره اخیستی.