ترکيه: زلزلې زياتې سيمې وځپلې

د زلزلې یوه سخت ټکان نن د ترکې په ختیځ کې وان ښار ته نزدې سیمې ولړزولې.

دغه زلزله ځپلې سیمه د ایران له سر حد څخه څه کم سل کلیومتره واټن کې موقیعت لري.

د امریکا د ژیالوژیکي مطالعاتو مرکز ویلي د زلزلي قوت د ریختر په اندازه ۷،۳ او مرکز يې د وان ښار په ۱۹ کیلومترۍ وو.

لومړني راپورونه وايي په وان ښار کې یو شمیر ودانۍ ړنګې شوي او د اناتولي خبري اژانس د راپور پر اساس لږ تر لږه ۵۰ تنه روغتون ته وړل شوي دي.

دغه راز د ارمنستان په پایتخت یروان کې هم ددغې زلزلې ټکان محسوس شوی او یو شمیر خلک له کورونو وتلي دي.