ازبک رسنيو د بشري حقونو مسئله نه ده خپره کړې

د ازبکستان رسنیو له دغه هیواد څخه د امریکا د بهرنیو چارو د وزیرې د سفر په اړه زیات څه خپاره کړي دي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د میرمن کلینټن په حواله وايي واشنګټن په ازبکستان کې د بشري حقونو د وضیعت ،مذهبي ازادیو ، د اصلاحاتو ،انسانانو د قاچاق او نورو مسلو په اړه اندیښنه لري او ازبکستان باید چې په دې برخو کې پرمخګ څرګند کړي.

خو د ازبکستان د اطلاعاتو دولتي اژانس او حکومت پوله ویپ پاڼي بیا د هیلري کلینټن او ازبک مشر د کتنې په اړه خپارو کړو معلوماتو کې د بشري حقونو مسئله لرې کړې او د هغې پر ځای يې دا ویلي چې په دې کتنه کې د سیمې د امینت او ثبات لپاره د ازبکستان پر اهمیت خبرې وشوی.