نن په تونس کې لومړني ازاد انتخابات کېږي

په داسې حال کې چې ټاکل شوې نن په ليبيا کې نوي مشران د دغه هېواد خپلواکي او د اته مياشتنۍ کورنۍ جګړې پاى اعلان کړي، د ورڅېرمه هېواد تونس خلک په لومړنيو ازادو انتخاباتو کې، چې تر ولسي پاڅونو وروسته ترسره کېږي، برخه اخلي.

په تونس کې راى ورکوونکي له هغه فرصت څخه په استفادې چې د روان کال په لومړيو کې د ولسي پاڅون په نتيجه کې ورته برابر شو، په لومړيو ازادو انتخاباتو کې د رايو ورکولو لپاره په کتارونو کې ښکارېدل.

تمه کېږي د النهضه په نوم منځلارى اسلامي ګوند به تر نورو هغو په دغو انتخاباتو کې زياته بريا ترلاسه کړي.

دا د تونس په تاريخ کې لومړني ازاد انتخابات ګڼل کېږي او د هغې جرګې د ټاکلو لپاره ترسره کېږي چې د دغه هېواد لپاره به نوى قانون تصويب کړي.

د النهضه ګوند مشر راشد الغنوشي په داسې حال کې د رايې ورکولو لپاره د خلکو په کتار کې ولاړ و، رويټرز اژانس ته وويل:

”دا يوه تاريخي ورځ ده، تونس نن له سره وزېږېد“

دغه رآز د عربي هېوادونو د ټولنې پخوانى منشي عمرو موسى چې د مصر جمهوري رياست ته يې ځان کانديد کړى په اردن کې د نړۍ د اقتصادي غونډې پر مهال د تونس د انتخاباتو په باب خپل نظر څرګند کړ:

”که خبره د ډيموکراسۍ او ولسواکۍ وي، موږ بايد ډيموکراسي او د ډيموکراتيک بهير نتيجه ومنو. موږ نه شو کولاى د ورانکارۍ يوه لوبه د خپلو انقلابونو او پرمختګونو له لارې ترسره کړو. موږ ولسواکي انتخاب کړه او ولسواکي بايد د لوبې قانون او لارښود وي، هره نتيجه چې لاسته راځي بايد ويې منو او باور لرم چې متوازنه نتيجه به وي. د ولسواکۍ پروسه به کوم مشخص سياسي جريان يا ګوند ته اکثريت په برخه نه کړي“

د تونس ننني انتخابات د هغو عرب هېوادونو لپاره يوه نمونه ګڼل کېږي چې د بېوزلۍ او استبداد په وړاندې په کې ولسي پاڅونونو د سيمې سياسي وضعيت بدل کړ.

تونس د شمالي افريقا او منځني ختيځ لومړنى هېواد و، چې لس مياشتې مخکې د زين العابدين بن علي د مستبد رژيم په وړاندې خلکو پاڅون وکړ او دغه رژيم يې دړې وړې کړ.

د تونس تر پاڅون وروسته د خلکو پاڅونونه مصر، ليبيا، يمن، بحرين او سوريې ته وغزېدل.

په ليبيا کې د معمرالقذافي د رژيم په وړاندې د خلکو پاڅون په کورنۍ جګړې بدل شو چې دې جګړې اته مياشتې دوام وکړ، وروسته تر هغه چې د تېرې پنج شنبې په ورځ د دغه هېواد مشر معمر القذافي ووژل شو، ټاکل شوې د ليبيا نوي مشران نن له قذافي څخه د خپل هېواد خپلواکي او د جګړې پاى اعلان کړي.

د ليبيا نوي مشران په پام کې لري چې د خپلواکۍ تر اعلان وروسته ولسواکۍ ته د انتقال پروسه پيل کړي.

د ليبيا حکومت ويلي، په يوه مياشت کې به دننه موقت حکومت جوړ کړي او اته مياشتې وروسته به د ولسي جرګې لپاره انتخابات وشي، کال وروسته به پارلماني او د جمهوري رياست انتخابات وشي.