د روسيې استازي د شانګهاى په سازمان کې د افغانستان د غړيتوب ملاتړوکړ

د افغانستان لپاره د روسیې خاص استازي ضمیر کابلوف نن له جمهور رئیس حامد کرزي سره په کتنې کې وویل، روسیه په شانګهاي سازمان کې د افغانستان دغړیتوب ملاتړ کوي.

په دې کتنې کې د افغانستان د کور جوړولو او افسوټر د فابریکو د بیارغونې او د منځنۍ آسیا له لارې جنوبي آسیا ته د برښنا د لېږدولو په پروژو خبرې وشوې.

دغه راز په دې کتنه کې دواړو خواو د افغانستان په اړه په استانبول کې د جوړېدونکي کنفرانس په باب هم خبرې وکړې او په دې اړه یې د سیمې د هېوادونو پر ګډون او همکارۍ ټینګار وکړ.

د افغانستان لپاره د روسیې خاص استازي کابلوف وویل، هیواد به یي په څو راتلونکو ورځو کې افغانستان ته دري زره ټنه غنم د مرستې په توګه راولیږي.