بېلاروس: د الوتکې په سقوط کې ٥ تنه ووژل شول

د بېلاروس د سرحدي چارو دولتي کمیټې د خپل یو هیلیکوپټر د نسکورېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې په دې پېښه کې پنځه تنه چې درې یې د یوه ټلویزیون ټیم غړي وو، وژل شوي دي.

د بېلاروس د سرحدي ګارډ ویاند الکساندر تیشخینکا Alyaksandr Tishchenka وویل، دا دوه ماشینه هیلیکوپټر د لیتوانیا له سرحد څخه د یو کیلومتر په واټن نسکوره شوه او اور یې واخیست.

چارواکي وايي چې د دې پېښې په اړه د دوی تحقیقات روان دي.