باسک ډله خپل ٤٣ کلن کمپاين پايته رسوي

په اسپانیا کې د باسک بېلتون غوښتونکې ډلې په یو بیان کې ویلي دي چې د خپلواکۍ لپاره خپل درې څلوېښت کلن کمپاین پای ته رسوي. دې ډلې چې د ایتا ETA په نوم یادېږي، له اسپانیا او فرانسې څخه د خبرو د پیل غوښتنه کړې ده.

دا بیان پرون په ګارا نومې ورځپاڼه کې چې د ETA د ویندویې حیثیت لري خپور شو. دې ډلې په تېره جنوري میاشت کې دایمي اوربند اعلان کړ خو د باسک هېواد د خپلواکۍ په مقصد وسله واله مبارزه یې تراوسه نه وه رد کړې په داسې حال کې چې دا د اسپانیا د حکومت یوه مهمه غوښتنه وه.

د باسک د اقدام په ځواب کې د اسپانیا صدراعظم خوزې رودریګوز زاپاتېرو وویل چې دا د ډیموکراسۍ بریا ده.

ایتا ETA ډلې د نونس سوه شپېتمې لسیزې له وروستیو راهیسې په بمي چاودنو او وسله والو حملو کې ۸۲۹ کسان وژلي دي.

د باسک د بېلتون غوښتونکو ډله ETA د اروپايي ټولنې او امریکا له خوا د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژندل شوې ده.