د امريکا ولسمشر بارک اوباما د فرانسې، جرمني او بريتانيا له مشرانو سره په يوه ويډيو کنفرانس کې د يورو په زون يا يوروزون کې د مالي بحران پر مسئله خبرې وکړې.
د سپينې ماڼۍ په اعلاميه کې چې پرون تر دغو خبرو وروسته خپره شوې راغلي چې د جرمني صدراعظمه انګيلا ميرکل او د فرانسې ولسمشر نيکولاس سارکوزي چې د يورو زون وتلي مشران ګڼل کېږي، د يورو په زون کې د موجوده مسايلو د حل پر اړتيا په بشپړ ډول پوهېږي. دوى د يوه دوامداره او سياسي حل لارې پر لارو چارو په جديت سره کار کوي.
دغه ويډيو کنفرانس په داسې حال کې کېږي چې د يوروزون هېوادونه د يونان د پورونو د ستونزې پر سر پر دوو برخو سره وېشل شوي دي.