راپور: د امريکا سفارت د امريکا پر مرستو څارنه نه ده کړې

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د خاص مفتش اداره وايي چې په کابل کې د امریکا سفارت په افغانستان کې د کرنې په برخه کې د امریکا پر مرستو لازمه څارنه نه ده کړې.

دې ادارې په یوه راپور کې ویلي، د امریکا د کرنې وزارت، د نړیوال پرمختګ اداره او پنټاګون په افغانستان کې د کرنې پروژې لري، نو په همدې دلیل د خاص تفتیش ادارې د دې هڅو د سمون او هماهنګۍ په چاره کې د امریکا د سفارت له خوا د نورو اقداماتو غوښتنه کړې ده.