تمه ده چې د امريکا د بهرنيو چارو وزيره نن د سخت دريځو وسلوالو په وړاندې د مبارزې لپاره د همکارۍ راجلبولو په هدف، د پاکستان له مشرانو سره خپلې کتنې ته دوام ورکړي.
د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړى چې مېرمن هليري کلېنټن به د پاکستان له ولسمشر اصف علي زرداري او د بهرنيو چارو له وزيرې حنا رباني کهر سره جلا- جلا وګوري دغه راز به د پاکستان د عوامو ځينو پوښتنو ته هم ځوابونه ووايي.
د امريکا يوه مقام وويل چې مېرمن کلېنټن او د امريکا عالي رتبه هيئت پرون په اسلام باد کې د پاکستان له چارواکو سره د څلورو ساعته لپاره د سخت دريځو وسلوالو په وړاندې پر اقداماتو خبرې وکړې، دغه وسلوال تورن دي چې د پاکستان له خاورې د خوندي مرکز په توګه کار اخلي او د افغانستان پر پوله د امريکا په مشرۍ پر بهرنيو ځواکونو بريدونه کوي.
له مېرمن کلېنټن سره په سفر کې د امريکا د مرکزي استخباراتو د ادارې مشر ډېوېډ پټرايوس او د ګډو ځواکونو لوى درستيز جنرال مارتين ديمپسې ملګري دي.