يمن: په القاعده پورې تړلي ٧ وسلوال وژل شوي

په يمن کې يوې امريکايي بې پېلوټه الوتکې د دغه هېواد په جنوب کې په بريد کې په القاعدې پورې تړلي ٧ تنه سخت دريځي وسلوال وژلي، چې د يمن لپاره د القاعده ډلې مطبوعاتي مشر هم په کې شامل دى.

د يمن د دفاع وزارت وايي، د القاعده ډلې دغه مطبوعاتي مشر مصري الاصله دى او ابراهيم البناء نومېږي.

په سيمه کې قومي مشران وايي پرون ناوخته د جنوبي ولايت شبوه Shabwa په دغه هوايي بريد کې د يوه امريکايي الاصله وتلي روحاني مشر زوى هم وژل شوى، دغه روحاني مشر تېره مياشت په ورته حمله کې ووژل شو.

په عربي ټاپووزمه کې د توغنديو په بريدونو کې القاعده ډله په نښه کېږي، چې امريکايي چارواکي وايي دغه ډله نړيواله تروريستي شبکه ده، چې دغلته د دې شبکې خطرناکه څانګه ډېره فعاله ده.