د مېرمن بارکزۍ پر خيمه بريد، ايا پر ډيموکراسۍ بريد دى؟

مېرمن سيمين بارکزۍ

د راپورونو له مخې د پنجشنبې ورځې ماخستن مهال پولیسو په کابل کې د ولسي جرګې له غړیتوبه د محرومې شوې وکیلې سیمین بارکزۍ پر خېمه په داسې حال کې برید وکړ چې د دې د نه خوړلو د اعتصاب نژدې دوه اونۍ د بشپړېدو په حال کې دي.

د ۱۳۸۹ کال په وږي میاشت کې د ولسي جرګې له لانجمنو انتخاباتو ډېره موده وروسته د انتخاباتو خپلواک کمیسیون چې د حکومت د فشارونو په نتیجه کې د انتخاباتو د نتایجو بياڅېړنې ته غاړه کېښوده، نهه وکیلان په انتخاباتو کې د درغلۍ په تور له وکالته محروم او پر ځای یې نهه نوي غړي جرګې ته وروپېژندل. سیمین بارکزۍ د دې پرېکړې په وړاندې د اعتراض لپاره د تلې په لسمه نېټه د نه خوړلو اعتصاب پیل کړ.

دې ګواښ وکړ چې که یې انتخاباتي دوسیه دبشري حقونو د خپلواک کمېسیون، د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ، د اروپا د بشري حقونو د فدراسیون، مدني ټولنو او د ولسي جرګې د دوو غړو په ګډون د یوه کمسیون له خوا ونه څیړل شي نو خپل اعتصاب ته به دوام ورکړي. مېرمن بارکزۍ د خپل اعتصاب په دولسمه ورځ خبریالانو ته وویل چې د دې کمیسیون د ټاکلو لپاره باید ولسمشر حامدکرزی یو رسمي فرمان ورکړي:
̋
زه غواړم یو ځل بیا ټینګار وکړم چې د قانون له پلوه د پلاوي ټاکل یوازې د ولسمشر د فرمان له خوا ممکنه ده، نو ځکه خو تر هغو چې د ولسمشر له خوا یو با صلاحیته پلاوی د یوه فرمان په ورکولو سره ونه ټاکل شي، هیڅوک حق نه لري، چې د یوه پلاوي په صفت او یا زما په استازیتوب د اتخاباتو له کمېسیون سره اړیکي ټینګي کړي̋

د مېرمن بارکزۍ په مشرۍ مدني اعتراض چې په افغانستان کې د ډیموکراسۍ د ټینګولو لپاره د عدم تشدد پر بنسټ د هڅو یوه برخه بلل کېږي، ډېر ژر د خلکو پراخ ملاتړ ترلاسه کړ.

مېرمن بارکزۍ

د پنجشنبې په ورځ یو شمېر محصلینو، چې د سیمین بارکزۍ لیدو ته ورغلي وو، وویل که حکومت د دې غوښتنې ونه مني نو دوی به هم اعتصاب پیل کړي. د ښځو د حقونو څو فعالانو هم تېره اونۍ په یوه لاریون کې له سیمین بارکزۍ څخه ملاتړ اعلان کړ. د ښځو د حقونو فعالې او د مرسل مجلې مسوولې امینې مایار ازادۍ را‌ډیو ته وویل:

̋زموږ هدف یوازې دا و، چې د دې د مدني حرکت ملاتړ وکړو او غږ یې حکومت او مسوولو چارواکو ته ورسوو. هیله لرم چي اړوند چارواکي به د دې د غوښتنو هرکلی وکړي او مثبت ځواب به ورته ووايي او په دې ډول به د یوې ښځي ژوند ژغورل شوی وي̋

په بهر کې مېشتو افغان کډوالو او منورینو هم په هره ممکنه وسیله له مېرمن بارکزۍ څخه ملاتړ اعلان کړ. افغان لیکوال ډاکټر عبدالله کاظم خپل نوی پنځه سوه مخیز کتاب( هرات، د حوت له خونړي قیامه تر نن ورځې) د چاپ په وروستیو شېبو کې سیمین بارکزۍ ته اهدا کړ او ویې لیکل: زه خپل دا کتاب سیمین ته اهدا کوم چې خپل هېواد او خلکو ته د مینې په پاس له خپل اعتصاب څخه لاس واخلي او له خپلو نورو ملګرو سره په ګډه د بې عدالتۍ پرضد مبارزې ته دوام ورکړي.

په امریکا کې د ښځو د حقونو فعالې افغان مېرمنې ملالۍ موسی نظام په جرمن آنلاین ویبپاڼه کې د قانونیت د اثبات لپاره د یوې ښځې د اعتصاب تر عنوان لاندې په یوه مطلب کې ولیکل:

زه وینم چې د قانونیت لپاره چې نن د افغانستان په دولت کې ترټولو کم اهمیته متاع ده، د یوې زړورې ښځې له خوا پوښتنه کېږي. او په همدې ویبپاڼه کې له آسټرالیا څخه یوې افغان مېرمنې اسما آسیایي په یوه مطلب کې ولیکل، پاک انسانان د سیمین بارکزۍ په شان د خلکو د درد بار په اوږو وړي او د ژوند ترپایه د خلکو د حق غوښتنه کوي خو برعکس ناپاک انسانان د خلکو پر حق تېری او ناروا کوي، څو خپله شتمني زیاته کړي.

له دې پراخ ملاتړ څخه ښکاري چې افغانان څومره د وسلې په زور د سیاسي مخالفتونوله څرګندولو څخه ستړي شوي. په تېرو څه باندې دریو لسیزو کې د افغانستان د تراژیدۍ یو علت دا و چې سیاسي ډلو د خپل مخالفت غږ تل د وسلې په کارولو سره اوچت کړی او واکمنو نظامونو یې ځواب په همدې طریقه ورکړی خو دادی افغانان په دې پوهېږي چې ټوپک او تاوتریخوالی د مخالفت د څرګندولو یوازینۍ لار نه ده بلکې نن سبا د عدم تشدد پر بنسټ د ولاړې مبارزې د ګټلو چانس تر بلې هرې لارې زیات دی.

داود سلطانزوى

د وږي په اولسمه نېټه د ولسي جرګې د پخواني معترض کاندید داود سلطانزوی په مشرۍ په کابل کې لاریون وشو. ښاغلي سلطانزوی له آزادۍ راډیو سره په مرکه کې وویل چې له دې حرکت څخه د دوی هدف په افغانستان کې د عدم تشدد د فرهنګ خپراوی دی.

سلطانزوی زیاته کړه چې دی په افغانستان کې د عدم تشدد پر بنسټ د مبارزې د فرهنګ خپراوي ته ډېر هیله من دی.

لکه څنګه چې ښاغلی سلطانزوی وايي، د عدم تشدد له لارې مبارزه په افغانستان کې تاریخي ریښې لري خو په نړۍ کې هم د وروستیو څو لسیزو پېښو ښودلې چې دا مبارزه نه یوازې په مذاهبو او سوله غوښتونکو نهضتونو کې ریښې لري، بلکې د استبداد او بې عدالتۍ پرضد ترټولو ځواکمنه سیاسي وسیله ګڼل شوې ده.

دعدم تشدد د مبارزې وسیلې اعتصابونه، سوله ییزې مظاهرې او مارشونه، کاربندي، غذایی اعتصابونه، له واکمن نظام سره همکاري نه کول او ډېر نور اقدامات دي او دا دی یو مثال یې چې د نه خوړو اعتصاب دی، په افغانستان کې د سیمین بارکزۍ د حرکت په بڼه ولیدل شو. د ډېرو څارونکو په نظر د مېرمن بارکزۍ دا حرکت نه یوازې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د پرېکړې په وړاندې، بلکې په هېواد او د هېواد په ټول نظام کې د بېعدالتۍ او فساد په وړاندې د پاڅون یوه بېلګه ده.