د مېرمن بارکزۍ پر خېمه د پوليسو حمله وغندل شوه

د ولسي جرګې له قانون څخه د ملاتړ ایتلاف، د لیري کړاي شوی وکیلې سیمین بارکزۍ پر خیمې باندي د امنیتي ځواکونو یرغل وغانده.

دغه ایتلاف په یوې اعلامیې کی په افغانانو، مدنې ټولنو او نړیوالې ټولنې غږ کړی چي د افغانستان د حکومت ددغه عمل پر وړاندي دي غبرګون وښیې.

په عین حال کي هغو کسانو چي له میرمن بارکزۍ سره د نه خوړو په اعتصاب کي ملګري شوی وو، د نوموړي روغتیایي وضعه یي د اندیښنې وړ بللي. میرمن بارکزي دا مهال د سردار محمد داود خان په روغتون کي بستري ده.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواکه کمیسیون د ولسی جرګې د تېرو انتخاباتو د لانجې په لړ کي د آګست میاشت کي د میرمن بارکزۍ په ګډون د ۹ وکیلانو د وکالت حق صلب کړ. سیمین بارکزۍ د انتخاباتو د کمیسیون د پریکړې په اعتراض کي دوې اوونۍ وړاندي د نه خوړو اعتصاب پیل کړی و او د ولسی جرګې د یوې غړي په ګډون، د مدنې ټولنو لس تنه فعالان هم ورسره ملګری شوي وو.