جرمني: د سوريې پر سفارت حمله وشوه

د جرمني پولیس وايي تیره شپه په پایتخت برلین کې یو شمیر مظاهره کونکو د سوريي پر سفارت حمله وکړه.

مظاهره په سوريي کې د حکومتي ځواکونو په ډزو کې د کردانو د یوه مشر د وژل کیدو او د هغه د جنازې په مراسمو کې پر ګډون والو د برید په عکس العمل کې شوې ده.

د برلین پولیس وايي شاوخوا ۲۴ تنو مظاهره کوونکي د سوريې سفارت ته ننوتل او د سفارت وسایلو او سامان الاتو ته يې زیان ورساوه.

په جرمني کې د سوريې سفیر چې د مظاهره چیانو د ننوتو پر مهال په سفارت کې و، له پولیسو مرسته وغوښته.

پولیس وايي د دوى په غوښتنه مظاهره چیان په سوله يیزه توګه له سفارت څخه ووتل او په دې ترڅ کې کوم څوک نه دی نیول شوی.

په سوریه کې د اپوزيسیون د کردي نژاده مشر مشال تامو وژل کېدو د د نړیوالې ټولنې پراخ عکس العمل پارولی او د سوريي په شمال ختیځ کردمېشت ښار قمیشلي کې شاوخوا پنځوسو زرو کسانو د تامو د وژل کیدو پر ضد مظاهره وکړه.

عیني شاهدان وايي د شنبې د ورځې پر دغې مظاهرې باندې د حکومتي ځواکونو په ډزو کې هم یو شمیر کسان ووژل شول.