په چين کې ټرافيکي پېښو ٥٦ کسان مړه کړي

په چین کې د سړک په دریو سترو ټرافیکي پیښو کې ۵۶ کسان مړه شویدي.

په یوې خونړۍ پیښې کې ۳۵ کسان هغه مهال مړه او ۱۸ نور ټپیان شول چې یو بس د ساحلې ښار تیانجین په لوې لارې له یوه موټر سره وجنګیده.

په نورو برخو کې د سخت غبار او لړې له وجي ۲۴ موټر یو له بل سره جنګیدلې ، لږ تر لږه لس کسان پکي مړه او ۱۹ نور ټپیان شویدي.

دا ټولې پیښې د جمعې په ورځ شوې او دا د چین د ملي ورځې د جشن د اوونۍ وروستۍ ورځ وه.