په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٥ وسلوال وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت وایي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کي یي د هیواد په بیلا بیلو سیمو کي پنځه تنه وسله وال مخالفان وژلې او څوارلس یي نیولي دي.

دفاع وزارت وایي، په عملیاتو ، له مخالفانو سره د نښتو او د ماینونو په چاودنو کي د ملي پوځ دوه سرتيري وژل شوي او ۷ تنه یي ټپیان دي.

په عین حال کي د کاپيسا ولایت چارواکي وایې، هغه پنځه تنه یې نیولي چې د نجراب ولسوالۍ په نا امنیو کې یې لاس درلود.

وسله والو مخالفانو تر اوسه پدې اړه څه ندي ویلي.