د پاکستان د سنا د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر وایي، پاکستان ته د امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رئیس بارک اوباما دا خبرداری چي وایي، پاکستان له وسله والو سره اړیکې لري، په افغانستان کي د ثبات هلوځلو ته زیان رسوي او د امریکا پر ضد به د خلکواحساسات راوپاروي.
سلیم سیف الله رویترز خبري آژانس ته نن وویل، د جمهور رئیس اوباما څرګندونې نه له امریکا ، نه له افغانستان او نه هم له پاکستان سر ه مرسته کوي. پدي څرګندونو سره به د پاکستان په حکومت فشارونه زیات شي چي د بنسټ پالو پر ضد جګړې څخه ووځي.
امریکایي چارواکو پدي وروستیو کي په ډاګه پاکستان غندلی چي وسله وال یي له پولې اوړي او په افغانستان کي په دیره ایتلافي ځواکونو حملې کوي.
جمهور رئیس اوباما پاکستان ته خبرداری ورکړی چي په افغانستان کي دده په وینا، له “نامطلوبو اشخاصو” سره تړاو یي د امریکا او پاکستان اړیکي له خطر سره مخامخ کړيدي.
جمهور رئیس اوباما پاکستان تورن کړ چي د افغانستان د راتلونکي لپاره یي پلانونه برابر کړي او وایي، د اوږدې مودې اړیکو د ساتلو په مقصد ، اسلام آباد باید د واشنګټن د اندیښنو خیال وساتي.