د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر نن فرانسې ته وویل، خپلې استعماري سابقې ته دي وګوري. ترکیې وروسته له هغې دا خبره وکړه چي د فرانسې جمهور رئیس نیکولاس سارکوزي نن له ترکیې څخه وغوښتل چي د لومړي نړیوال جنګ پر مهال د عثماني ترکیې له خوا د ارمنیانو ګڼه وژنه دي د “عامه وژنې” په نامه ومني.
سارکوزي ارمنستان ته د سفر پر مهال وویل، که چیري ترکیه د پخلاینې پر لور دا ګام پورته نکړې نو دی به په فرانسې کي د یوه داسی قانون د رامنځ ته کیدو وړاندیز وکړي چی د ترکانو دا عمل له یوه جنایت څخه انکار وبولي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر احمد داود اوغلو په انقرې کی یوه خبري کنفرنس ته وویل، فرانسه مخکي له هغي چی نورو ته د تاریخ د کتلو درسونه ورکړې، باید خپل تېر استعماري تاریخ ته نظر وکړي.
ارمنستان وایي، په لومړی نړیوال جنګ کي عثمانیې ترکیې، یو نیم میلون ارمنیان په ډله ایز ډول وژلې وو.
ترکیه دا نه مني چی په ۱۹۱۵ میلادي کال کي د ګڼ شمېرارمنیاتو وژنه، قتل عام و.
داود اوغلو دغه راز وویل، ترکیه اوارمنستان د خپلواړیکو د ښه کولو لپاره کارکوي خو د سارکوزي دا څرګندونې ممکن د پخلاینې په هلو ځلو منفي اغیز وکړي.