قذافي له خلکو وغوښتل چې د نويو واکمنوپرضد راپاڅېږي

د لیبیا لیرې کړل شوي مشر معمرالقذافي د لیبیا پر خلکو غږ کړی چې د ملیونونو په شمېر د دې هېواد د نویو واکمنو پرضد دې راپاڅېږي.

قذافي په یوه راډیویي وینا کې چې پرون د الرای Arrai په نوم د سوریې د یوه ټلویزیوني چینل له لارې خپره شوه، خلکو ته په خطاب کې ویلي چې د لیبیا د ټولو ښارونو چوکونو او واټونو ته دې راووځي او له ملي انتقالي شورا سره دې مخالفت وکړي.

قذافي چې د استوګنې ځای یې معلوم نه دی، خو په غالب ګومان په لیبیا کې دننه به وي، انتقالي شورا د ناټو همکاره وبلله.

له بلې خوا په داسې حال کې چې د لیبیا د نوي رژیم پلویان د قذافي له پلویانو سره په جګړو بوخت دي، د قذافي په پلرني ټاټوبي سرت ښار کې جګړو یو ځل بیا زور اخیستی.

همداراز په بني ولید کې هم نښتې دوام لري.

سرت او بني ولید ښارونه د انتقالي شورا پرضد د قذافي د پلویانو دوه مهم مرکزونه دي.