د اذربایجان دفاع وزارت نن وویل چې دوه اذري پوځیان د ارمنستان له عسکرو سره د ډزو پرمهال وژل شوې دي. دا پیښه د اذربایجان د دفاع وزارت په وینا د چهارشنبې په ورځ د لانجمنې ناګورنو قرباغ سیمې ته نژدې شوې ده.
ارمني بیلتون غوښتونکو په نویمو کلونو کې دا سیمه وروسته تر دې ونیوله چې نژدې دیرش زره کسان په جګړو کې ووژل شول.
په دې سیمه کې په نولس سوه څلور نویم کال کې د اوربند کرښه وایستل شوه خو لاهم شخړې دوام لري او وخت په وخت ډزې تبادله کیږي.
د چهارشنبې نښته په داسې وخت کې شوې ده چې د فرانسې ولسمشر نیکولاس سارکوزي د جنوبي قفقاز سفر پیل کړی دی او نن ارمنستان ته ورسید، دی به بیا د جمعې په ورځ اذربایجان او ګورجستان ته هم ولاړ شي.