م.م په سوريه کې د قربانيانو شمېر تر ٢٩٠٠ واوښت

د ملګرو ملتو د بشري حقونو دفتر نن وویل چې په سوریې کې د بشار الاسد د رژیم پرضد له مارچ راهیسې د پیل شوېو مظاهرو د قربانیانو شمیر تر دوه زره نهه سوه زیات شوی دی.

د ملګرو ملتو د بشري حقونو د برخې د سترکمشنر ویاند روپیرت کولویلې وویل، دا شمیره د هغه تفصیلي لست له مخې ورکړل شوې ده چې په انفرادي ډول پکې نومونه راغونډ شوې دي او دا لست له ملګرو ملتو سره دی.

د ملګرو ملتو دغه ویاند زیاته کړه چې په دې لست کې هغه کسان شامل نه دي چې تري تم دي او له شمیره پاتې دي.