په يونان کې زرګونو خلکو مظاهره وکړه

په یونان کې د حکومت له خوا د سختو مالي مقرراتو د لګولو پر ضد د اعتراضونو په لړ کې نن په زرونو کسانو په مرکز آتن ښار کې لاریون وکړ.

پولیس وایي، د اتلس او شلو زروتر منځ کسانو په آتن ښار کې لاریون وکړ.
په ښار کې حکومتي دفترونه او د عامه خدمتونو موسسې بندې وې، عمومي ترانسپورت ګډوډ و او هوایې الوتنې لغوه شویدي.

پولیسو د ځوانانو یوه ډله چې د پارلمان پر ودانۍ یی د ډبرو ګزارونه کول، د اوښکې بهونکي غاز پواسطه خوره کړه.

د یونان حکومت له نړیوالو مالي کنترولونکو سره خبرې کوي او هڅه کوي هغوې قانع کړي چې د بودجې د کسر د حل په مقصد یي لازم اقدامات کړي او پدي توګه د اروپایي اتحادیي او نړیوال وجهي صندوق پور یا مالي ضمانت تر لاسه کړي.
د سه شنبې په ورځ د اروپایي اتحادیي د ایرو ساحې د مالیې وزیرانو یونان ته د اته میلیاردو ایرو پور وځنډاوه او دا اندیښنې یی زیاتې کړې چې دا هیواد به د خپلو پورونو ورکولو توان ونلري.