دي ميستورا: په افغانستان کې سوله له سياسي لارې ټينګېدى شي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازی وایي، په افغانستان کې یوه دوامداره سوله یوازي د سیاسي حل له لارې ټینګیداي شي، نه د پوځي حل پواسطه.

سټيفن دي مستورا وایي، د سولې د عالي شوری د پخواني مشر برهان الدین رباني په قتل سره سره، په افغانستان کې د خبرو او پخلاینې دروازې ندي بندې شوې:

“ افغان چارواکي، ملګرې ملتونه او امنیت شوری ندي بیریدلې او په هرځاي کې چی ممکن وي، د یوه سیاسی ډيالوګ عملیې ته به دوام ورکړې. د سیاسی ډيالوګ بدیل نشته” .

دي مستورا د ملګرو ملتونو امنیت شوری غونډې ته چې د افغانستان حالاتو ته ځانګړې شوې وه، د وینا پر مهال وویل:

سوله یوه عملیه ده او پیښه نده. د سولې د ټینګښت او د د دوام دارو نتیجو حاصلولو په مقصد باید دا عملیه پراخه او افغان شموله وي.