نړيوال پوليس، د قذافي د زوى د نيولو امر وکړ

نړیوالو پولیسو پرون د لیبیا د بې واکه شوي مشر معمر القذافي د زوی ساعدي د نیولو امر وکړ.

انټرپول یا نړیوال پولیس چې د فرانسې په لیون کې یې مرکز دی وایي، د لیبیا نويو چارواکو له دوی څخه غوښتنه کړې ده چې د ساعدي قذافي د نیولو خبرتیا خپره کړي.