اروپايي هېوادونو پر سوريې د بنديزونو غوښتنه وکړه

اروپایي هیوادونو د ملګرو ملتونو امنیت شوری کې دسوریې د شخړې په اړه د نوي پریکړه لیک لپاره د روسیې او چین د ملاتړ حاصلولو په مقصد، په سوریې باندي د سمدستي بندیزونو لګولو غوښتنه لیري کړیده.

راپورونه وایي، د نوي پریکړه لیک په مسودې کې چې انګلستان ، فرانسې، جرمني او پرتګال برابره کړې او متحده ایالات یي ملاتړ کوي، ګواښ شوی، که چیري د بشار الاسد رژیم د مظاهره کوونکو ټکول بند نکړې نور بندیزونه به ورباندي ولګول شي.

د نوي پریکړه لیک په مسودې کې د سوریې د چارواکو له خوا د بشري حقونو پراخې سرغړونې غندل شوي او د شخړو د سمدستې ختمیدو غوښتنه پکي شویده. د امنیت شوری د نوي پریکړه لیک په مسودې به د نن ورځي په وروستیو کې بحث وشي.