م.م: د تېرکال په پرتله ناامني ٤٠% زياته شوې

د ملګرو ملتونو یو نوی راپور وایی، په افغانستان کې سیاسي شخړې او بی امنۍ جګي سطحې ته رسیدلې دې.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکیمون ته په یوه وړاندي شوي راپور کې ویل شوي، په افغانستان کې د تیر کال په پرتله هره میاشت په امنیتي پیښو او شخړو کې په سلو کې ۴۰ زیاتوالی راغلی دی.

د ملګرو ملتونو پدي راپور کې ویل شوي، د افغانستان جنوب ختیځي سیمې چی له پاکستان سره ګډه پوله لري، د بنسټ پالو د فعالیتونو اصلې ځایونه دي او د هیواد د ټولو امنیتي پیښو تقریبا دوه پر دریمه برخه په همدي سیمو کې رامنځ ته کیږي.

په راپور کې دغه راز ویل شوي، د افغانستان په هغو سیمو کې چې نړیوالو ځواکو پکی امنیتی چارې افغان ځواکونو ته سپارلې، د وسله والو حملې او شخړې زیاتې شوې او هڅه کیږي چې د امنیت د تامین په کارکي افغان ځواکونه له ستونزو سره مخامخ کړې.